Thursday, May 8, 2014

غیبت

غيبت لكه څنګه چې په قول (ویلو) سره صورت نيسي همدارنګه په ليك او د سر او سترګو په اشارو سره هم صورت نيولى شي، او په پیښوو كولو سره هم تحقق مومي.

د ښه وضاحت دپاره لاندې احاديث ولولئ:

الف: عائشه رضي الله عنها په يوه حديث كښې وايي چې: ما نبي كريم صلی الله علیه وسلم ته د يوه سړي پېښې وكړې نو راته ويې فرمايل چـې: (مَا يَسُرُّنِي أَنِّي حَكَيْتُ رَجُلًا وَأَنَّ لِي كَذَا وَكَذَا) يعنې ما دا خبره نه...
خوشحالوي چې زه د يوه سړي پېښې وكړم حال دا چې ماته (پرغیبت د دنيا څخه) دومره او دومره راكړل شي.

ب: عائشه رضي الله عنها په بل حديث كښې وايي چې: ما نبي كريم صلی الله علیه وسلم مخاطب كړ او په لاس مې اشاره وكړه چې صفيه رضي الله عنها دغومره (ټيټكۍ) ده، نو نبي كريم صلی الله علیه وسلم جواب راكړ چې: (لَقَدْ مَزَجْتِ بِكَلِمَةٍ لَوْ مُزِجَ بِهَا مَاءَ الْبَحْرِ لَمُزِجَ) يعنې يقينًا تا (د خپلو خبرو سره) داسې يوه خبره ګډه كړه كه بالفرض دغه (غيبتي خبره) د درياب د اوبو سره ګډه کړی شوې وى هم، ورسره به ګډه کړى شوې وى (او تغير به يې وركړى وى).

هو! په مجلس كښې د يو چا بد ويل په دې شرط غيبت شميرل كيږي چې غيبت كړى شوى سړى ورباندې پوه نه شي كه څه هم په مجلس كښې حضور ولري او غائب نه وي، ځكه چې په دغه وخت كښې د غائب غوندې ګڼلى كيږي.

(د عزیز التفاسیر څخه، د الحجرات سورت)

Tuesday, March 25, 2014

صحت


آیا پوهیږی چی په طبیعت کښی مختلف رنګونه شته او هر رنګ خپل ځانته صیفتونه لری چی د انسان پر صحت او سلامتی باندی تاثیرات لری؟
په انګلستان کښی پسله ډیرو ریسرچونو دا ثابته شول چی رنګونه هم په تداوی کښی ډیر زیات رول لری .(colour therapy)

۱ـ که غواړی چی خپل ځان ډنګر کړی او وزن مو کم شی د ابی غاب، ابی رومیزی او یا د ابی دستر خوان څخه استفاده وکړی ځکه دغه رنګ د اشتها کم والی منځ ته راوړی .

۲ـ که خوب مو کم وی یا خوب نلری د خوب داطاق وسایل مو بنفشیی رنګ ته واړوی او د بنفشیی رنګ ګروف (څراغ) څخه کار واخلی .

۳ـ که کم خونه یاست د سور رنګه میوه جاتو او غذا ګانو څخه استفاده وکړی لکه ګیلاس، آلوبالو، زمینی توت، انار او د غوښو څخه .

۴ـ که بی حوصلی یاست د حمام څخه وروسته په نارنجی ځان پاک (Towel) ځان وچ کړی . ددی اشخاصو د موبایل کور (cover) هم باید نارنجی وی او دنارنجی میوه جاتو او غذاګانو لکه نارنج، زردکه، زیړکدو او نورو څخه استفاده وکری تر څو بی حالی مو رفع سی .

۵ـ که مشکل لری د نیلی رنګ څخه کار واخلی ځکه نیلی رنګ ستاسی سره مرسته کوی چی ښه فکر وکړی او د حل لاره پیدا کړی .

۶ـ که په اضطراب کښی یاست او عصبی فشار مو حوصله در کمه کړی وی زرغونو فصلونو او ونو ته زیات ګوری ځکه زرغون (سبز) رنګ ډیر آرامبخش دی او حتی لوړ فشار هم راکښته کوی .

۷ـ هغه اشخاص چی غمګین وی د زیړ رنګ کالو څخه دی استفاده وکړی او هغه غذاګانی او میوه حات دی استعمال کړی چی زیړ رنګ ولری لکه کیله، زیر سیب، خټکی،کچالو(پټاټی) اوزیړ غله جات.


 

د امریکایی څیړونکو دتحقیقاتو څخه په لاس راغلی شواهد ښیی چی ژوره ساه اخستل (عمیق تنفس) د دماغی بوج، روحی فشار یا استرس د لیری کولو لپاره ډیر اغیزناک دی .

هغوی خپل د څیړنو په اساس ژوره ساه اخستل د استرس د مخنیوی لپاره ډیر ګټور علاج بللی دی البته لاندی اصول باید مراعت سی .

لمړی په یو هواره سطح باندی ستونی ستخ یا سیده څملی (پریوځي) او بیا ښی (راسته) لاس د معدی او چپ لاس د سینی د قفس د پاسه کیږدی .

په د غه وضعیت کی په آرامی سره ژوره ساه واخلی خپل ځان مطمئن کړی چی معده مو لږ پورته لاړه شی . پسله دوو یا درو ثانیو څخه په ډیره آرامتیا سره ساه وباسی جی معده مو په قراره سره کښته شی. دغه عملیه څو ځلی تکرار کړی تر څو سکون او آرام در ته حاصل شی .
 

Tuesday, March 18, 2014

کمپیوټر

۱ دکمپیوټر تعریف: کمپیوټر هغه برقی اله ده چی د استعمالوونکی د هدایانو پر مطابق عمل وکړی.
۲ تعریف: دکمپیوټر کلیمه دلانیتي کلیمي (Compute) څخه اخستل شوی ده چی معنی یی محاسبه (حساب کول) دی.
۳ تعریف: کمپیوټر هغه برقی اله ده چی په واسطه یی موږ کولای شو هر ډول محاسبوی (اداري، دفتري، بانکي) او منطقي کارونه تر سره کړو.
کمپیوټر دوه برخي لري: ۱ سخت کالی (Hardware) او ۲ پوست کالی (Software)

Friday, February 14, 2014

د عالمانو خبري

هغه ۷ اعمال چی د مسلمان د خوشحالی سبب جوړیږی
۱د قران کریم تلاوت کول. ۲ پر خپل وخت د لمانځه ادا کول. ۳همیشه د الله (ج) شکر ادا کول. ۴ د مجبوره انسان سره مرسته کول. ۵ د ګناه څخه توبه کول. ۶ د دوستانو سره احترامانه کړه وړه .
۷ د سهار په وخت کښی د سورت یاسین تلاوت او د ماښام په وخت کښی د سورت واقعی تلاوت کول.

Saturday, January 25, 2014

د اپډیټ او اپګریډ تر منځ توپیر


زیات خلګ د Update او Upgrade تر منځ توپیر نشي کولای خو پوهیدل ورباندې ډیر ضروري دي.
(Update)اپډیټ ټول وخت د یو پوستغالي(Software) د وړوستونزو د حل لپاره ترسره کیږي (که یو سافټویر په یو سیسټم باندې د چلیدو ستونزي ولري نو) کیدای شي چې د اپډیټ پواسطه هغه ستونزي له منځه لاړي شي.
اپډیټ کول د یو پوستغالي (Software) ډیر وخت وړیا ترسره کیږي.

(Upgrade) اپګریډ د یو پوستغالي په ټولنیز ډول د یو نوي ویرژن (نسخې) آخیستل او استمالول دي کله چي ۷ وینډوز اپګریډ کوی وینډوز۸ ته.(وینډوز۸ په ټولنیز ډول یو نوی عامله سیسټم دي).
اپګریډ عموماً وړیا نه وي او باید ددې کار لپاره څه نا څه پیسې ورکړی.

Tuesday, January 21, 2014

په ژوند کښی څلورو نفرو ډیر سخت ژړلي دي. ۱:حضرت ادم (ع) چي دجنت څخه راویستل سو نو الله ته دبخښنی لپاره ډیر ژړلي دی. ۲:حضرت یحی ( ع) ده الله (ج) د ویري څخه ژړلي دي. ۳:حضرت یعقوب (ع) په خپل زوی حضرت یوسف (ع) پسي ژړلي دي. ۴:حضرت محمد (ص) دخپل امت دبخښني لپاره الله (ج) ته ژړلي دي.

Sunday, January 19, 2014

دمسجد مرتبی

مسجد د سجدي لګولو ځاي ته وايي يعني دعبادت او بندګي ځاي
په ټولو مسجدونو لومړي مسجد د ځانګړتيا له مخي مسجدالحرام دي او په دوهمه مرتبه کښي مسجدالنبوي (ص) دي او په دريمه مرتبه کښي دبيت المقدس مسجد دي او په څلورمه مرتبه کښي هغه مسجدونه دي چي دجمعي لمونځ پکښي اداکيږي او د کليو مسجدونو ته دفقهاء په آند پنځمه مرتبه ورکړل سوي ده او همدارنګه شپږمه مرتبه مسجد دکور مسجد دي معنی داچي يوڅوک په کور کښي د لمانځه لپاره يو معين ځای وټاکي که څه هم دمسجد دنوم حکم نه ورکول کیږي.

Thursday, January 9, 2014

دعالمانو خبري

پنځه کسان به جنت ته داخل شي: (امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق «رض»)
۱: هغه د ډیر اولاد خاوند چي صابر هم وي.
۲: هغه میرمن چي خپل خاوند ځني خوښ او راضي وي.
۳: هغه میرمن چي خپل مهر خپل خاوند ته ور وبخښي.
۴: هغه سړی چي مور او پلار ځني خوښ راضي وي.
۵: هغه ځوان سړی چي د ګناهونو څخه د زړه له کومي توبه وکاږي.
کوم سړی چي خپله ځان ته عالم وایي هغه جاهل دي.

دعالمانو خبري

ګاونډي او نیکانو ته تکلیف رسول لویه بدبختي ده. (امیرالمؤمنین حضرت علي «رض»)
داخرت غم د زړه لپاره روښنایي ده.  (عبدالقادر جیلانی «رح»)
داخرت عزت په نیکو اعمالو کي دی. (امیرالمؤمنین حضرت عمر فاروق «رض»)
دمشکل او مصیبت مقابله په صبر او زغم سره وکړی.  (امیرالمؤمنین حضرت علي «رض»)
چوپتیا دغصي لپاره غوره علاج دي.  (امیرالمؤمنین حضرت عثمان «رض»)
زیات دولتمند زیات اړ او محتاج وي.  (شیخ سعدي «رح»)

Wednesday, January 8, 2014


دمار او پړانګ تر منځ دافرق دي چي مار انسان ته زهر ورایله کوي اویا تیروي يي او پړانګ د انسان هډوکي ورماتوي او خوري یي

Tuesday, January 7, 2014

ژوند

ژوند یولوی امتحان دی چی نتیجه به یی دقیامت په ورځ معلومه شه، که مو ژوند سم تیر کړی وی نو نتیجه به یی ښه وی خوکه مو په ژوند کی بد اعمال کړی وی نو بیا به مو نتیجه بده وی اوسخته سزا به وینو، نو راسی چی داخلاق او خوشحالۍ په فضا کی ژوند وکړو، بد عملونه پریږدو او دژوند څخه یوڅه زده کړو.