غيبت لكه څنګه چې په قول (ویلو) سره صورت نيسي همدارنګه په ليك او د سر او سترګو په اشارو سره هم صورت نيولى شي، او په پیښوو كولو سره هم تحقق مومي.
د ښه وضاحت دپاره لاندې احاديث ولولئ:
الف: عائشه رضي الله عنها په يوه حديث كښې وايي چې: ما نبي كريم صلی الله علیه وسلم ته د يوه سړي پېښې وكړې نو راته ويې فرمايل چـې: (مَا يَسُرُّنِي أَنِّي حَكَيْتُ رَجُلًا وَأَنَّ لِي كَذَا وَكَذَا) يعنې ما دا خبره نه... خوشحالوي چې زه د يوه سړي پېښې وكړم حال دا چې ماته (پرغیبت د دنيا څخه) دومره او دومره راكړل شي.
ب: عائشه رضي الله عنها په بل حديث كښې وايي چې: ما نبي كريم صلی الله علیه وسلم مخاطب كړ او په لاس مې اشاره وكړه چې صفيه رضي الله عنها دغومره (ټيټكۍ) ده، نو نبي كريم صلی الله علیه وسلم جواب راكړ چې: (لَقَدْ مَزَجْتِ بِكَلِمَةٍ لَوْ مُزِجَ بِهَا مَاءَ الْبَحْرِ لَمُزِجَ) يعنې يقينًا تا (د خپلو خبرو سره) داسې يوه خبره ګډه كړه كه بالفرض دغه (غيبتي خبره) د درياب د اوبو سره ګډه کړی شوې وى هم، ورسره به ګډه کړى شوې وى (او تغير به يې وركړى وى).
هو! په مجلس كښې د يو چا بد ويل په دې شرط غيبت شميرل كيږي چې غيبت كړى شوى سړى ورباندې پوه نه شي كه څه هم په مجلس كښې حضور ولري او غائب نه وي، ځكه چې په دغه وخت كښې د غائب غوندې ګڼلى كيږي.
(د عزیز التفاسیر څخه، د الحجرات سورت)